Pajhwok Afghan News

حقاني امنیتي ځواکونو ته: له کبر او غرور ځانونه وساتئ او تواضع غوره کړئ

کابل (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۲): د کورنیو چارو وزارت سرپرست په خپل اختریز پیغام کې امنیتي ځواکونو ته په خطاب کې ویلي، له کبر او غرور ځانونه وساتئ، تواضع غوره کړئ او  خپلو کړنو او چلند ته متوجه اوسئ.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع پرخپله اېکس‌پاڼه د دغه وزارت د سرپرست سراج‌الدین حقاني اختریز پیغام خپور کړی دی.

سرپرست وزیر په خپل پیغام کې د اسلامي امارت ټولو امنیتي ځواکونو ته په خطاب کې ویلي چې له کبر او غرور ځانونه وساتي او تواضع اختیار کړي.

په پیغام کې وړاندې راغلي: «دا ولس ستاسې او تاسې د دې ولس یاستئ، لکه څنګه چې د اشغال پرمهال له سر او مال څخه تېرېدلو ته اماده وئ، په هغه سخت امتحان کې پروردګار کامیاب کړئ، اوس هم پر خپلو اعمالو او چلند پام کوئ.»

د کورنیو چارو وزارت سرپرست په خپل دغه پیغام کې د افغانستان خلکو ته هم ځینې سپارښتنې کړې او ویلي یې دي چې ولس باید له خپل اسلامي نظام څخه ملاتړ وکړي او د شرېعت د انفاذ ننګه وکړي.

نوموړي دغه‌راز زیاته کړې: «کوم ملتونه چې پرمختګ او رفاه ته رسېدلي، سخت پړاوونه یې وهلي دي، موږ باید له صبر او حوصلې څخه کار واخلو، زموږ د کامیابۍ راز په اتفاق او وحدت کې نغښتی دی، مونږ دا درک کوو چې ځینې ستونزې شته، خو دا هر څه په صبر او زغم د هوارېدو وړ دي.»

د یادونې ده، له دې مخکې د اسلامي امارت مشرتابه هم په خپل اختریز پیغام کې امنیتي ځواکونو ته یو لړ سپارښتنې کړې وې او دغه‌راز یې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د دوه اړخیزو مثبتو اړیکو پر جوړېدو او دوام یې ټینګار کړی و.

Views: 22

Exit mobile version