Pajhwok Afghan News

مسوولین: کونړ کې د داعش دوه غړي وژل شوي او یو بل یې نیول شوی دی

اسعداباد (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۳): د کونړ امنیتي مسوولین وایي، تېره شپه یې په څوکۍ ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال د داعش ډلې دوه غړي وژلي او یو یې ژوندی نیولی دی.

د کونړ د امنيه قوماندانۍ ویاند فرید دهقان پژواک خبري اژانس ته وویل، ګډو امنیتي ځواکونو تېره شپه د دغه ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په سپیدار تنګي سیمه کې د داعش ډلې دوه غړي وژلي او یو بل یې ژوندی نیول دی.

هغه زیاته کړه، نیول شوی کس اوسمهال تر لومړنیو پوښتنو لاندې دی.

د دهقان په خبره، له یادو کسانو څخه دوه میله وسله هم ترلاسه شوې ده.

Views: 70

Exit mobile version