کابل (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۳): د میدانوردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د چک ولسوالۍ ورزشي کمېټې په لارښونه او همغږۍ د يادې ولسوالۍ په خوات سيمه کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د غشي ويشتلو اختریز جام سيالۍ پيل شوې.
د افغانستان د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د یادو سیالیو د پیل لوبه د ذاکرخېلو او دورانخېلو کليو د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
سرچینې زیاته کړې، د دغو دوو لوبډلو ترمنځ لوبې پایله کې د ذاکرخېلو کلي لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۳۷- ۸ نومرو په توپير ماتې ورکړه او خپله لومړنۍ بريا يې ترلاسه کړه.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه سيالۍ به درې ورځې دوام وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP