Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بایډن: امریکا د ایران پر ضد د اسرائیلو احتمالي برید کې برخه نه اخلي

کابل (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۳): سي‌اېن‌اېن د یوه امریکایي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسراییلو لومړي وزیر ته ویلي چې هېواد به یې د ایران پر ضد د اسرائیلو په پوځي عملیاتو کې برخه وانه خلي.

د سي‌اېن‌اېن د راپور له مخې، بایډن دغه څرګندونې د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په ټېلفوني اړیکه کړې دي.

د ایران دولتي اژانس (ایرنا) ویلي، که څه هم چې بایډن په دغه ټلیفوني اړیکه کې له اسراییلو پر ملاتړ ټینګار کړی، خو دغه څرګندونې یې چې وایي پر ایران د اسراییلو احتمالي برید کې برخه نه اخلي، د تامل وړ دي.

دغه‌راز، ایرنا لیکي چې د ایران پوځي چارواکو پر اسرائیل له دغه برید مخکې امریکا ته خبرداری ورکړی و چې په دې جګړه کې د متحده ایالتونو هر ډول ښکېلتیا کولای شي په بېلابېلو موقعیتونو کې د دغه هېواد د اډو په نښه کولو لامل شي.

اسرائیلو د روانې اپریل میاشتې په لومړۍ د سوریې پلازمېنه دمشق کې د ایران پر کنسولګرۍ برید وکړ چې په پایله کې یې د ایران سپاه پاسدران اووه غړي ووژل شول او له دغه برید وروسته د ایران، اسرائیلو او امریکا ترمنځ اړیکې نورې هم ترینګلې شوې.

د راپورنو له مخې، نن سهار وختي،  له ایرانه پر اسرائیلو شاوخوا ۲۰۰ډرون، کروز او بالستیک توغنديیز بریدونه شوي دي.

د بي‌سي‌سي د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا به نن (یکشنبه) د اسرائیلو په غوښتنه پر دغه هېواد د ایران د برید د څېړلو په اړه غونډه وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.