ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان – قزاقستان سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه

د افغانستان – قزاقستان سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه

author avatar
14 Apr 2024 - 20:00
د افغانستان – قزاقستان سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه
author avatar
14 Apr 2024 - 20:00

کابل (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۳): د هرات ولایت مقام وایي، د افغانستان او قزاقستان هېوادونو سوادګرو ته د اسانتیاوو د زیاتوالي په موخه د دواړو هېوادونو ګډه خونه پرانیستل شوه.

دغه څرګندونې د هرات ولایت د مقام ویاند نثاراحمد الیاس پر خپله اېکس‌پاڼه کړي دي.

هغه لیکلي چې د افغانستان – قزاقستان د سوداګرۍ خونه نن د هرات مرستیال والي حیات‌الله مهاجر فراهی او په افغانستان کې د قزاقستان سفیر علیم‌خان یسین ګیلدییف په شتون کې پرانیستل شوه.

الیاس زیاته کړې، دا خونه د دواړو هېوادونو سوداګرو ته د اسانتیاوو د زیاتوالي په موخه جوړه شوې او افغان او قزاق سوداګر هڅه کوي چې د خپلو سوداګریزو راکړو ورکړو حجم زیات کړي.

Views: 30

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.