پلخمري، لښکرګاه، فیضاباد (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۳): په بغلان، بدخشان او هلمند ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله شپږ کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.
د بغلان ولایت د امنیه قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېره ورځ د دوشي ولسوالۍ اړوند قریهاحمد سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.
خبرپاڼه کې راغلي، یو کرولا موټر چې له کابله کندز ته روان، له سړکه وتلی او سیند ته لوېدلی دی.
سرچینه زیاتوي، لا هم د یو کس مړی د سیند په اوبو کې ورک دی چې د پیدا کولو هڅې یې روانې دي.
په ورته مهال، د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند احسان کامګار وايي، نن سهار د فیضاباد – تخار پر لویه لار د ارګو ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو ۶۴ کلن سړی موټر وهلی او مړ شوی دی.
هغه د پېښې علت د موټرچلوونکي بېاحتیاطي بللې ده.
د یو بل خبر له مخې، د هلمند په سنګین ولسوالي کې هم تېره شپه په یوه ترافیکي پېښه کې یو کس مړ شوی دی.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي شېرمحمد وحدت پژواک خبري اژانس ته وویل، پېښه تېره شپه د یادې ولسوالي د پېچ په سيمه کې د لوکسل موټر او موټرسایکل ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د هغه په خبره، یاده پېښه کې د موټرسایکل چلوونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یادونې ده چې د کوچني اختر په تېرو څلورو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ترافیکي پېښې رامنځته شوې چې ګڼ شمېر کسانو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP