Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له ایرانه پر اسرائیلو شاوخوا ۲۰۰ ډرون او توغندیيز بریدونه شوي

کابل (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، له ایرانه پر اسرائیلو شاوخوا ۲۰۰ ډرون، کروز او بالستیک توغندیيز بریدونه شوي دي.

اسرائیلو د روانې اپرېل میاشتې په لومړۍ د سوریې پلازمېنه دمشق کې د ایران پر کنسولګرۍ برید وکړ چې په پایله کې یې د ایران سپاه پاسدران اووه غړي ووژل شول او له دغه برید وروسته د ایران، اسرائیلو او امریکا ترمنځ اړیکې نورې هم ترینګلې شوې.

د بي‌بي‌سي پښتو راپور له مخې، د اسرائیلو د پوځ ویاند دانیل هاګاري په یوه بیان کې ویلي، له ایرانه پر اسرائیلو شاوخوا ۲۰۰ډرون، کروز او بالستیک توغنديیز بریدونه شوي دي.

د ايران دولتي خبري اژانس ايرنا د ايران د يو شمېر ډرونونو انځور خپاره کړی او ویلي یې دي چې د سپاه پاسداران له لوري توغول شوي ډرون له کربلا تېرېږي.

سرچېنې د دغه هېواد د دفاع وزیر محمدرضا قرايي اشتیاني له قوله لیکلي، که کوم هېواد امریکا ته خپله فضا ورکړي چې له لارې یې پر ایران برید وکړي، دوی به یې پروړاندې ګامونه واخلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.