کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۳): د ترافیک پولیسو عمومي ریاست وایي چې د اختر په څلورو ورځو کې ټول هېواد کې د ترافیکي پېښو له امله ۵۰ کسان مړه او ۱۸۵ نور ټپیان شوي دي.
د ترافیک پولیسو لوی ریاست نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د اختر په شپو ورځو کې په ټول هېواد کې د ترافیک پولیسو له هڅو او له وړاندې جوړو شوو پلانونو له عملي کولو سره سره بیا هم د یو شمېر دلایلو له امله د اختر په څلورو ورځو کې د ټول هېواد په کچه ۱۰۲ ترافیکي پېښې رامنځته شوې دي.
یاد ریاست زیاته کړې، په دغو پېښو کې ۵۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۸۵ کسان نور ټپیان شوي، په مړو شوو کې ۲۹ نارینه، ۸ ښځې او ۱۳ ماشومان او په ټپیانو کې ۱۱۸ نارینه، ۳۴ ښځې او ۳۳ ماشومان شامل دي.
د ترافیکو ریاست ویلي، د رامنځته شوو ترافیکي پېښو له څېړلو وروسته روښانه شوې چې د ډېری پېښو لامل د موټر او موټرسایکل چلوونکو له خوا د ترافیکي اصولو او مقرراتو نه مراعاتول، له حده زیات سرعت، د دید ساحې کموالی او د ماشومانو له خوا د وسایطو چلول په ګوته شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، هرات د ۱۹، غزنی د ۱۱ او پکتیکا د ۱۰ ترافیکي پېښو په درلودو سره هغه ولایتونه دي چې ډېرې ترافیکي پېښې په کې رامنځته شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP