کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۳): د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، په هېواد کې دې وروستیو ورښتونو له امله د نغلو، سروبي او ماهیپر په بندونو کې د برېښنا د تولید کچه لوړه شوې ده.
دغه شرکت نن یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې دغو درېیو بندونو کې ۱۳۶۰ میګاواټه برېښنا تولید او عمومي شبکې کې وېشل شوې ده.
برېښنا شرکت ویلي چې د برېښنا تولید حوزې ریاست تخنیکي کارکوونکو نغلو، سروبي او ماهیپر بندونو کې تولیدي برېښنا تنظیم کړې او په منظم ډول یې په شبکو کې توزیع کړې ده.
په یادو بندونو کې د برېښنا د تولید کچه د وروستیو ورښتونو او دسندیزو حوزو په ځینو برخو کې د سیندونو د اوبو کچې له لوړېدو سره سم لوړه شوې ده.
د اوبو او انرژۍ وزارت پرون د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو سیمو کې د درېیو راتلوونکو ورځو لپاره په سیندونو کې د اوبو د ډېرېدو او سېلابونو راوتو خبر ورکړی و.
د دغه وزارت د خبرپانې له مخې، هلمند، شمال، کابل او پنج آمو سیندیزو حوزو کې نسبتاً د شدیدو بارانونو، واورو او سېلابونو راوتو اټکل شوی دی.
Views: 38
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن