Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د فراه د پرچمن ولسوالۍ لار د غر ښویېدو له امله تړل شوې
ارشیف

 فراه ښار (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۳): د فراه د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت د پرچمن ولسوالۍ لار د سېلابونو راوتو او غر ښویېدو له امله تړل شوې ده.

د فراه د ټولګټو چارو ریيس مولوي عبدالودود معتصم پژواک ته وویل چې د وروستیو پرله پسې ورښتونو له امله د پرچمن ولسوالۍ پر لار څو ځایه سیلابونه راوتلي دي.

دی وايي چې د سیلابونو له امله څو ځایه سړک تخریب شوی او په یو ځای کې غر هم ښویېدلی چې له امله یې د دې ولسوالۍ عمومي لار له مرکز او ګلستان ولسوالۍ سره تړل شوې ده.

ده وویل، دوی هڅې روانې کړې دي چې  ژر تر ژره دغه لویه لار د خلکو پرمخ پرانیزي.

په ورته وخت کې، د فراه ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست یوې سرچینې هم پژواک ته وویل: «د پرچمن ولسوالۍ لار څو ځایه سېلاب تخریب کړې چې دومره مشکل نه لري خو ستونزه ټوله د غره ښویېدنې جوړه کړې.»

دغه‌راز د پرچمن ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالحمید حمید پژواک ته وویل چې د دې ولسوالۍ عمومي لار له مرکز فراه او ګلستان ولسوالۍ سره تړل شوې ده.

هغه وايي: «که دا لار ژر خلاصه نه شي، پرچمن ډېره لرې ولسوالۍ ده خلک به د خوراکي شیانو له کمښت او نورو مشکلاتو سره مخ شي.»

د یادونې ده، د پرچمن ولسوالۍ له مرکز څخه څه باندې ۳۰۰ کیلومټره واټن لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.