ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې سېلابونو ۳۰۰ جریبه کرنیز فصلونه له منځه وړي

لوګر کې سېلابونو ۳۰۰ جریبه کرنیز فصلونه له منځه وړي

author avatar
16 Apr 2024 - 15:23
لوګر کې سېلابونو ۳۰۰ جریبه کرنیز فصلونه له منځه وړي
author avatar
16 Apr 2024 - 15:23

پل‌علم (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۳): د لوګر د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې د تېرو درېیو ورځو پرله پسې ورښتونو او سېلابونو له امله د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې شاوخوا درې سوه جریبه کرنیز فصلونه له منځه تللي دي.

د لوګر کرنې او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالبصیر شاهد پژواک ته وویل، د ورستیو سېلابونو له امله په مرکز پل‌علم، ازرې او محمداغې ولسوالیو کې شاوخوا ۳۰۰ جریبه کرنیز فصلونه سېلابونو له منځه وړي دي.

شاهد زیاته کړه چې په مرکز پل‌علم او ازرې ولسوالیو کې لسګونه استوګنیز کورونه، پلونه او پلچکونه هم سېلابونو نړولي دي.

نوموړي دغه راز زیاته کړه، د لوګر ولایت په پاتې ولسوالیو کې هم د ورستیو ورښتونو کرنه او مالداري زیانمن کړي خو دقیق ارقام یې نشته دي.

د دغه ولایت محمداغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي بسم‌الله پژواک ته وویل، د ورستیو ورښتونو له امله د لوګر سیند کې اوبه ډېرې شوې چې دواړو غاړو ته لسګونه جریبه غنم، پياز او کچالو اوبو لاندې کړي دي.

نوموړي د کرنې او مالدارۍ پر ریاست او مرستندویه بنسټونو غږ وکړ چې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله د زیانمنو شوو کورنیو سروې ترسره کړي او له هغوی سره مرسته وکړي.

د یادونې ده چې وروستیو سېلابونو د لوګر ترڅنګ په نورو ولایتونو کې هم خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

Views: 89

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.