فیضاباد (پژواک، ۲۸ حمل ۱۴۰۳): بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د لاسي بم چاودنې له امله یو تنکی ځوان وژل شوی او یو سپینږیری ټپي شوی دی.
د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه نن سهار شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې هغه مهال د بهارک ولسوالۍ اړوند په ملنګاب کلي کې شوې چې یوه تنکي ځوان له زاړه لاسي بم سره لوبې کولې.
هغه زیاته کړه، د دې پېښې ټپي چې د وژل شوي کس نیکه دی، د یادې ولسوالي کلینیک ته لېږدول شوی او تر درملنې لاندې دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP