Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو کمېسیون د نور او بریا ټلویزیونونو خپرونې وځنډولې

کابل (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۳): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو د سرغړونو کمېسیون وایي، د ژورنالیستیکي اصولو نه مراعاتولو او ملي او اسلامي ارښتونو ته د نه پام کولو له امله یې د نور او بریا ټلویزیونونو خپرونې ځنډولې دي.

باختر اژانس په دې اړه پر خپله اېکس‌پاڼه یوه وېډیو خپره کړې او لیکلي یې دي چې نن د یاد کمېسیون غونډه ترسره شوه.

په دغه وېډيو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران ویلي، یادو رسنیو ته په بار بار توصیه شوې وه چې ژورنالیستکي اصول مراعات کړي خو دوی به ترې سرغړونه کوله.

هغه وایي چې په ننۍ غونډه کې د نور او بریا ټلوېزیونونو دوسیې محکمې ته د استولو او د محکمې تر پرېکړې د یادو رسنیو د نشراتو د ځنډولو پرېکړه شوې ده.

د هغه په خبره، دغه وزارت د رسنیو د ملاتړ او غښتلیا لپاره کار کوي؛ نو رسنۍ هم باید اسلامي ارزښتونه، ملي ګټې او د رسنیو اصولو ته پابند پاتې شي.

یادو رسنیو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.