ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې د زر مینځلو کارګاه چت نړېدو له امله یو کان کېندونکی مړ شوی

بدخشان کې د زر مینځلو کارګاه چت نړېدو له امله یو کان کېندونکی مړ شوی

author avatar
17 Apr 2024 - 12:17
بدخشان کې د زر مینځلو کارګاه چت نړېدو له امله یو کان کېندونکی مړ شوی
آرشیف
author avatar
17 Apr 2024 - 12:17

فیض‌اباد (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۳): په بدخشان کې سیمه‌ییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په یفتل پایان ولسوالۍ کې د زر مینځلو یوې کارګاه د چت نړېدو له امله یو کان کېندونکی مړ شوی دی.

د بدخشان د اطلاعات و فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر حکمت‌الله محمدي وايي، د عبدالمتین په نوم بدخشانی ځوان چې دوه میاشتې مخکې یې واده کړی و او د خپلې کورنۍ نفقې پیدا کولو لپاره یې کان کېندلو ته مخه کړې وه، د دغه ولایت د یفتل پایان ولسوالۍ د چیابک کلي په مربوطاتو کې د زر مینځلو یوې کارګاه د چت نړېدو له امله مړ شوی دی.

هغه زیاتوي چې دغه پېښه پرون رامنځته شوې او د مړه شوي کس مړی له خاورو رایستل شوی او کورنۍ ته یې سپارل شوی دی.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.