Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بې‌پولې ډاکټران: د هغو افغانانو په اړه اندېښمن یو چې له پاکستانه ایستل کېږي

بې‌پولې ډاکټران: د هغو افغانانو په اړه اندېښمن یو چې له پاکستانه ایستل کېږي

author avatar
17 Apr 2024 - 15:17
بې‌پولې ډاکټران: د هغو افغانانو په اړه اندېښمن یو چې له پاکستانه ایستل کېږي
author avatar
17 Apr 2024 - 15:17

کابل (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۳): له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو دویمې مرحلې له پیل سره سم د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان (MSF) وايي، په جدي ډول د هغو افغانانو په اړه اندېښنه لري چې له دغه هېواده ایستل کېږي.

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو دویمه لړۍ چې د اپریل له ۱۵مې پیل شوه او ویل شوي چې شاوخوا ۸۰۰ زره کسان د بېرته راستنېدو له خطر سره مخ کوي.

ورته مهال، د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې افغانان په سختو شرایطو کې افغانستان ته ګرځول کېږي.

یاد بنسټ څرګنده کړې چې ډېری دغه افغانان له روغتیايي خدمتونو بې‌برخې دي او له بې‌وزلۍ ځورېږي.

د ویلو ده چې په لومړۍ مرحله کې پاکستان شاوخوا نیم میلیون هغه افغانان چې اسناد یې نه درلودل په داسې حال کې چې هوا سړه او له سختې بې‌وزلۍ او لوږې سره مخ وو، له دغه هېواد څخه وایستل.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې ځینو هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو له پاکستانه غوښتي وو چې د افغان کډوالو د ایستلو لړې دې ودروي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.