ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دایکنډي کې له هغو کسانو موټرسایکل ټولېږي چې له ترافیکي اصولو سرغړونه کوي

دایکنډي کې له هغو کسانو موټرسایکل ټولېږي چې له ترافیکي اصولو سرغړونه کوي

author avatar
17 Apr 2024 - 16:39
دایکنډي کې له هغو کسانو موټرسایکل ټولېږي چې له ترافیکي اصولو سرغړونه کوي
author avatar
17 Apr 2024 - 16:39

نیلي (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۳): دایکنډي کې ځايي مسوولین وايي، ترافیک پولیس د خلکو د غوښتنې پر اساس له هغو کسانو د موټرسایکل ټولولو لړۍ پیل کړې چې له ترافیکي قوانینو سرغړونه کوي.

د دایکنډي امنیې قوماندانۍ ویاند غلام‌علي جاوېد پژواک خبري اژانس ته وویل، د یادې طرحې له مخې په تېره یوه اونۍ کې د دغه ولایت له مرکز نیلي ښاره له ۲۰ هغو کسانو موټرسایکلونه ټول شوي چې له ترافیکي اصولو یې سرغړونه کوله.

هغه زیاته کړه، یو شمېر ځوانان په نمایشي ډول په ښار کې موټرسایکل پر یوه ټایر چلوي او ځینو نورو بیا غیرمعیاري سلنډرونه چې خراب غږ لري، خپلو موټرسایکلونو ته لګولي دي.

هغه زیاته کړه: «دغه څه د خلکو ځورېدنې لامل کېده، تل له دې اړخه شکایتونه کېدل او د دغسې خپل‌سریو مخنیوي غوښتنه یې کړې وه.»

جاوېد وویل، یاده لړۍ د دایکندي په مرکز نیلي ښار او ولسوالیو کې پیل شوې څو د یادو خپل‌سریو مخه ونیول شي او خلک په امنیت او ارامۍ کې ژوند وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې د دایکنډي یو شمېر اوسېدونکو په نیلي ښار کې د ګرځېدونکو موټرسایکلونو انځورونو په خپرولو ویلي وو چې د چلوونکو له خوا دغه ډول بې‌نظمۍ د ترافیکي پېښو ډېرېدو لامل کېږي او د خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي.

Views: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.