ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې تېر یو کال ۴۳ زره ټوکه پاسپورټونه وېشل شوي

بلخ کې تېر یو کال ۴۳ زره ټوکه پاسپورټونه وېشل شوي

author avatar
17 Apr 2024 - 16:10
بلخ کې تېر یو کال ۴۳ زره ټوکه پاسپورټونه وېشل شوي
author avatar
17 Apr 2024 - 16:10

مزارشریف (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۳): د بلخ ولایت پاسپورټ مدیریت مسوولین وایي چې په تېر یو کال یې په انلاین او افلاین بڼه شاوخوا ۴۳ زره ټوکه پاسپورټونه وېشلي او شاوخوا ۲۴۵ میلیون افغانۍ عواید یې ترلاسه کړي دي.

د بلخ ولایت پاسپورټ مدیریت سرپرست عبدالودود حمزه پژواک ته وویل چې تېر ۱۴۰۲ کال یې ۱۲ زره ۷۷۳ ټوکه پاسپورټونه په افلاین او دغه راز یې ۳۰ زره او ۹۹۲ ټوکه پاسپورټونه په انلاین بڼه وېشلي دي.

نوموړی زیاتوي چې له دې درکه یې ۲۴۵ میلیونه ۹۶۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ عواید هم ترلاسه کړي دي.

هغه دغه راز وویل چې په یاده موده کې یې ۲۰۰ بهرنیو وګړو ته وېزې هم تمدید کړي او له دې لارې یې شاوخوا ۱۰ زره امریکایي ډالر عواید راټول کړي دي.

بلخوا د بلخ ولایت اوسېدونکي د پاسپورټ د وېش بهیر کې د لا زیاتو اسانتیاوو غوښتنه کوي.

د بلخ اوسېدونکی تاج‌محمد وایي، که څه هم د انلاین نوملیکنې بهیر ښه روان دی خو له مسوولینو غوښتنه کوي څو د پاسپورټونو د وېش او اسانه لاسرسي لپاره دې په دغه ولایت کې نور مرکزونه هم جوړ شي.

هغه زیاتوي چې ډېری خلک په بېړنۍ توګه پاسپورت ته اړتیا لري خو که انلاین نوملیکنه وکړي ښایي کابو یو کال وخت ونیسي.

محمدکریم د دغه ولایت بل اوسېدونکی بیا وایي چې د پخوا په پرتله د پاسپورټونو د وېش بهیر کې چټکوالی راغلی او وایي چې په دغه بهیر کې فساد له منځه تللی او هر څوک په خپل وار سره پاسپورټ ترلاسه کولای شي.

هغه وایي: «د تېر په پرتله یې چارې ډېرې ښې او په چټکۍ سره روانې دي، فساد نشته په چارو کې خنډ او ځنډ نه رامنځته کېږي او په اسانۍ کولای شو خپل پاسپورټ ترلاسه کړو.»

د بلخ ولایت پاسپورټ مدیریت د معلوماتو له مخې هغه کسانو چې کابل او نورو ولایتونو کې نوملیکنه کړې وي، اوس کولای شي انلاین سیسټم ته په دننه کېدو سره یې خپل ولایت ته ‎تبدیل کړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.