کابل (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۳): د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي، د نور او بریا ټلوېزیونونو خپرونو ځنډول د ټولیزو رسنیو له قانون سره په ټکر کې دي، خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، دغه پرېکړه یې له اصولو سره سمه او له بیا بیا توصیو وروسته کړې ده.
بریا ټلوېزیون د حزب اسلامي او نور ټلوېزیون د جمعیت اسلامي اړوند دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو د سرغړونو کمېسیون تېره ورځ وویل چې د ژورنالېستیکي اصولو نه مراعاتولو او ملي او اسلامي ارزښتونو ته د نه پاملرنې له امله یې د نور او بریا ټلوېزیونونو خپرونې ځنډولې دي.
یاد وزارت زیاته کړې وه چې دغو رسنیو ته په بار بار توصیه شوې وه چې ژورنالېستیکي اصول مراعات کړي خو دوی به ترې سرغړونه کوله او د کمېسیون په غونډه کې د یادو ټلوېزیونونو دوسیې محکمې ته د استولو او د محکمې تر پرېکړې د یادو رسنیو د نشراتو ځنډولو پرېکړه شوې ده.
د افغانستان د خبریالانو مرکز پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه مرکز په کابل کې د نور او بریا ټلوېزیونونو د فعالیت ځنډول «په هېواد کې د ټولیزو رسنیو له قانون سره په ټکر کې او د ازادو رسنیو د لا زیات محدودیت پر لور ګام بولي.»
د خبریالانو مرکز د دې پرېکړې د لغوې او په بېړنۍ توګه د دواړو رسنیو د فعالیت د بېرته پیل غوښتنه کړې ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه کمېسیون کې د رسنیو برخه کې ډېر لوبېدلي کسان غړیتوب لري چې له ټولو اساسنامو او اصولو سره بلد دي او د کمېسیون ټولو غړو د اصولو په پام کې نیولو سره دغه پرېکړه کړې ده.
هغه وویل: «موږ بار بار توصیې وکړې، څو ځلې مو راوغوښتل، مجلسونه مو سره وکړل، بالاخره چې دوی په دغه طریقه سره اصلاح نه شول، نو بیا مو اخطاریه ورکړه څو ځلې، خو بیا هم دوی نه منله او له اصولو خلاف یې کار کاوه، د دوی مالکان له هېواده بهر دي، مخالفو جهتونه کې وو او د نظام په خلاف یې ډېر پوچ تبلیغات یې کول، نو د هغې له وجې دلته دا تصمیم ونیول شو چې د دوی قضیې دې محکمې ته ولېږل شي او محکمه یې چې په اړه څه پرېکړه کوي، هغه به ورباندې اجرا کېږي.»
غفران وایي، د رسنیو ملاتړ اتحادیې دې دا درک کړي چې دا پرېکړه پر خپل سر نه ده شوې، توصیه، اخطاریه او څېړنې یې په اړه شوې دي او وروسته له هغه دا پرېکړه شوې ده.
Views: 36
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن