کابل (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۳): د کابل ښاروالۍ وايي چې د ښار د نولسمې ناحیې په درېیم او څلورم ګذر تنګي غارو او څرخي پله سیمو کې د ۱۷،۹ میلیون افغانیو په لګښت د کوڅو جوړولو چارې پیل شوې.
د کابل ښاروالۍ نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه پروژې له ښاري اسانتیاوو د محرومو سیمو اوسېدونکو لپاره د کار زمینې برابرولو په موخه طرحه شوې دي.
سرچینې زیاته کړې، په درېیم ګذر کې کوڅې په ټولیزه توګه ۱۰۵۵ متره اوږدوالی او له ۳،۸ تر ۴،۳ مترو پورې سور لري.
سرچینه زیاتوي، په څلورم ګذر کې کوڅې ۱۰۶۷ متره اوږدوالی او له ۳،۵ تر ۴،۵ مترو پورې سور لري.
د سرچینې په حواله، د دغو کوڅو پر جوړولو ۱۷،۹ میلیون افغانۍ لګښت راځي او د څلورو میاشتو په موده کې به یې د جوړولو چارې بشپړې شي.
دغه راز د کابل ښاروالۍ نن پر خپله اېکسپاڼه د یو جلا خبر په خپرولو سره لیکلي چې د ښار د ۱۹مې ناحیې په دویم ګذر کې په څرخي پله پورې اړوند د ملا محمدبابا سیمې د کوڅو جوړولو چارې بشپړې شوې.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د لښتیو په ګډون دغه کوڅې چې په ټولیزه توګه ۱۴۴۵ متره اوږدوالی او له ۳ تر ۴،۵ مترو په سور لري، د ۸،۶ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو میاشتو په موده کې په بنسټیزه توګه جوړې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP