غزنيښار (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۳): د غزني روغتیايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۵۰ ډېر کسان پر شدیده تبه اخته شوي دي.
د غزني عامې روغتیا ریاست د ساري ناروغیو د کنټرول مسوول ډاکټر عبدالهادي امیري پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ګیرو ولسوالۍ په موسیخېل او باتور کلیو کې له ۵۰ ډېرو کسانو ته شدیده تبه پیدا شوې ده.
هغه زیاته کړه چې د یادو ناروغانو ډېر یې ښځې، ماشومان او سپینږيري دي.
امیري وویل چې د نن ورځې ارقام تر اوسه نه دي اخیستل شوي؛ ښايي د ناروغانو شمېر لوړ شي.
د نوموړي په وینا، د دې ناروغۍ اصلي لامل تر اوسه معلوم نه دی خو په دغو سیمو کې د څښلو اوبه پاکې نه دي.
د هغه په خبره چې روغتیايي ټیمونه سیمې ته رسيدلي او د ناروغانو درملنه یې پيل کړې ده.
امیري زیاتوي چې د یو شمېر کسانو د وینې نمونې يې کابل ته د معایناتو لپاره استولې څو معلومه کړي چې دا څه ډول ناروغي ده.
ورته مهال، د باتور سیمې یوه اوسېدونکي بازمحمد پژواک ته وویل چې د دوی په کلي کې یو شمېر کسان پر شدیده تبه اخته شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د سیمې له روغتیايي مسوولینو سره یې اړیکه کړې، هغوی راغلي او د ناروغانو درملنه یې پیل کړې ده.
د یادونې ده، وړم کال هم ورته ناروغي د ګیرو ولسوالۍ په باتور، مټاخان او عبدالله کلا سیمو کې خپره شوې وه چې یو ماشوم یې له امله مړ شوی هم و.
Views: 22
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن