پلخمري (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۳): د بغلان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په دوشي ولسوالي کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او د یوې ښځې په ګډون څلور نور ټپیان شوي دي.
د بغلان د امنیې قومانداني ویاند مولوي شېراحمد برهاني پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار د دوشي ولسوالي اړوند لرخاب سیمه کې د یو ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي بس او کرولا موټر ترمنځ د ټکر له امله یو کس مړ شوی او د یوې ښځې په ګډون څلور نور ټپيان شوي دي.
هغه وویل، د پېښې ټپیان لومړی د دوشي ولسوالۍ روغتیایي مرکز او بیا د ځایي پولیسو له لوري ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
هغه د پېښې لامل په ډاګه نه کړ، خو ډېر کله دغه ډول پېښې د سړکونو خرابوالي او د موټرچلوونکو بې احتیاطۍ له امله رامنځته کېږي.
د یادونې ده چې تېره اونۍ هم په دغه ولایت کې سیند ته د یو موټر غورځېدو پېښه کې څلور کسان مړه شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP