ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د څلورو کورنیو ترمنځ ۳۰ او ۳۶ کلنې دښمنۍ پای ته ورسېدې

بلخ کې د څلورو کورنیو ترمنځ ۳۰ او ۳۶ کلنې دښمنۍ پای ته ورسېدې

author avatar
20 Apr 2024 - 16:57
بلخ کې د څلورو کورنیو ترمنځ ۳۰ او ۳۶ کلنې دښمنۍ پای ته ورسېدې
author avatar
20 Apr 2024 - 16:57

مزارشریف (پژواک، د غویي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې د حکومتي چارواکو، دیني علماوو، او قومي مشرانو په منځګړیتوب د څلورو کورنیو ترمنځ ۳۰ او ۳۶ کلنه دښمنۍ پای ته ورسېدې.

د بلخ ولایت مقام د رسنیو او معلوماتو مرکز په خبرپاڼه کې راغلي چې د بلخ د والي، دیني علماوو او قومي مشرانو په هلو ځلو د چمتال ولسوالۍ پشم کلا کلي کې د نصرالدین او محمدانور کورنیو ترمنځ ۳۶ کلنه او د باریداد او نظرمحمد کورنیو ترمنځ ۳۰ کلنه دښمنۍ پای ته ورسېدې.

سرچینې زیاته کړې، د روغې جوړې په دغو مراسمو کې د بلخ والي محمدیوسف وفا، د علماوو شورا رییس محمد سعید هاشمي، د پوهنې رییس عبدالجلېل شهیدخېل، د بلخ جهادي مدرسې مسوول نورمحمد حقاني او د بېلابېلو ادارو مسوولینو او د یو شمېر ولسوالیو قومي مشرانو ګډون درلود.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادو کورنیو د دښمنۍ په موده کې په ټوله کې شپږ کسان وژل شوي دي.

په دغو مراسمو کې د بلخ د علماوو شورا رییس محمد سعید هاشمي د سولې او بښنې اړوند وینا وکړه، وې ویل: «نن ورځ د خوښۍ ځای دی چې یو بشپړ اسلامي نظام لرو او د هغه تر چتر لاندې مسوولین هڅه کوي څو ولس ته ډاډمنه فضا رامنځته او خلک سره متحد او متفق کړي.»

نوموړي له یادو کورنیو مننه وکړه چې دوستۍ او سولې ته یې غاړه کېښوده او ټینګار یې وکړ چې کله هم د غچ اخیستلو فکر ونه کړي.

دغه راز، د بلخ والي محمدیوسف وفا خوښي وښوده چې د څلورو کورنیو ترمنځ په صمیمانه ډول سره دوستي وشوه او یو بل ته یې بښنه وکړه.

هغه وویل چې د بلخ د چمتال ولسوالۍ خلک په تېره شل کلنه جګړه کې سخت ځورېدلي او زیات کړاوونه یې لیدلي دي.

ده زیاته کړه چې د اسلامي امارت په راتګ سره د دغه نظام مسوولینو او عالمانو په هلو ځلو د ملت هر درد ته توجه کېږي او حل‌لاره ورته لټول کېږي.

وفا دغه راز وویل: «په هر ډول مجالسو او ناستو کې پر ولس غږ کوو چې په خپلو کې یووالی او اتفاق ټینګ وساتي، سمت پرستي او قوم پرستي لکه څنګه چې اسلامي امارت له منځه وړې، همداسي نور هم کوښښ وشي؛ ځکه په تېرو وختونو کي ظلمونه وو، د هغه ترڅنګ د اسلامي امارت له راتګ سره سم د مشرتابه له لوري په ټول هېواد کې عمومي عفوه اعلان شوه او ټولو یې نتیجه ولیده.»

خبرپاڼه کې راغلي چې د بلخ ولایت د اداري اصلاحاتو رییس نېک‌محمد د یادو څلورو کورنیو د اختیار خط، تعهدنامې او شاهدانو نومونه ولوستل او د یادو کورنیو ترمنځ شخړه له یو بل سره په روغبړ او یو بل ته په غېږ ورکولو پای ته ورسېده.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.