Pajhwok Afghan News

د بغداد سوېل ته د حشدالشعبي یوه نظامي مرکز کې چاودنه شوې

کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د بغداد په سوېل کې د حشدالشعبي په یوه نظامي مرکز کې درنه چاودنه شوې او ځینو سرچینو ویلي چې چاودنه د یوه ناڅرګند هوایي برید له امله وه.

رویټرز راپور ورکړی چې د عراق د پلازمېنې بغداد په سوېل کې د حشدالشعبي په یوه نظامي مرکز کې درنه چاودنه شوې، خو دوو امنیتي سرچینو دغه اژانس ته ویلي چې چاودنه د یوه ناڅرګند هوایي برید له امله وه چې د جمعې په شپه شوې، خو مرګ‌ژوبله نه‌لري.

بلخوا یاد اژانس د عراق د بابل ولایت حلې ښار ته نږدې یوه روغتون کې د دوو سرچینو له قوله ویلي چې چاودنه کې د حشدالشعبي ډلې یو غړی وژل شوی او شپږ نور کسان ټپیان دي.

د ایران مهر اژانس لیکلي، د حشدالشعبي ځواکونو په یوه بیانیه کې اعلان کړی چې په یاده پېښه کې یو شمېر کسان ټپیان شوي او مالي زیان یې هم اړولی دی.

Views: 69

Exit mobile version