Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چیني سوداګرو پنجشېر کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

پاراخ (پژواک، د غویي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د پنجشېر مسوولین وایي چې خیني چیني سوداګرو د دغه ولایت له والي سره په لیدنه کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې او کابل ته د پنجشېر اوبو د لېږد پروژې د قرارداد لپاره لېوالتیا ښودلې ده.

د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې ځيني چیني سوداګرو د دغه ولایت له والي حافظ محمداغا حکیم سره په لیدنه کې د دغه ولایت بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې ده.

یاده خبرپاڼه کې راغلي: «دغو سوداګرو کابل ته د پنجشېر اوبو د لېږد پروژې د قرارداد یادونه هم کړې ده.»

د اوبو او برېښنا وزارت مسوولینو دوه اونۍ مخکې ویلي چې کابل ته د پنجشېر اوبو د لېږد سروې د بشپړېدو په حال کې ده، د هغوی په خبره، دا پروژه د دوه متر مکعب اوبو د انتقال وړتیا لري او په بشپړېدو به یې د کابل دوه میلیون اوسېدونکو ته د څښلو پاکې اوبه برابرې شي.

د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر خبرپاڼه کې راغلي چې چیني پانګوالو په افغانستان کې د امنیت ټینګښت په هېواد کې د هر ډول پانګونې لپاره یوه ښه فرصت بللی دی.

سرچینه زیاتوي چې د پنجشېر والي له چیني سوداګرو سره په لیدنه کې داخلي او بهرنيو پانګوالو ته د همکارۍ ډاډ ورکړی، د چین د سوداګرو له دې پرېکړې یې ملاتړ کړی دی.

نوموړي په دغه ولایت کې سلګونو نورو پروژو ته په اشاره ویلي چې کابل ته له پنجشېره د اوبو لېږد پروژه یوه له مهمو پروژو ده.

د پنجشېر والي ویلي چې پنجشېر کې زرګونه کانونه ثبت دي او د څه باندې ۵۰۰ کانونو د استخراج چارې پیل شوې دي.

د زمردو کانونه هم په دغو کانونو کې شامل دي

د پنجشېر د کانونو ریاست معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې د زمردو ثبت شوو کانونو شمېر ۱۲۵۰ ته رسېدلی چې له ډلې یې د ۳۵۰ کانونو د استخراج چارې پیل شوې او څه باندې ۷۰۰۰ کسان په کې په کار بوخت دي.

مسوولین وایي چې دمګړۍ ایراني، فرانسوي او امریکایي شرکتونو مسوولینو د پنجشېر بېلابېلو برخو کې د خپلې پانګونې طرحې د پنجشېر له مسوولینو سره شریکې کړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.