ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې د ګاز، ډېزل تېلو او غوړیو بیې لوړې شوې دي

کابل ښار کې د ګاز، ډېزل تېلو او غوړیو بیې لوړې شوې دي

author avatar
20 Apr 2024 - 15:01
کابل ښار کې د ګاز، ډېزل تېلو او غوړیو بیې لوړې شوې دي
author avatar
20 Apr 2024 - 15:01

کابل (پژواک، د غویي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): نن کابل ښار کې د تېرو دوو اونیو په پرتله د غوړیو، ډېزل تېلو، ګازو او سرو‌زرو بیې لوړې شوې خو د هندي بورې بیه تیټه شوې ده.

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن هم لکه تېرې دوه اونۍ د یو لېتر پټرولو بیه ۶۳ افغانۍ ده.

خو نوموړی وايي، نن د تېرو دوو اونیو په پرتله د ډېزل تېلو بیه له ۶۰ څخه ۶۲ افغانیو ته لوړه شوې ده.

دغه راز، د کابل ښار په کلوله‌پشته سیمه کې ګاز پلورونکی محمد‌شریف وایي، نن د تېرو دوو اونیو په پرتله د یو کیلوګرام ګاز بیه له ۵۵ څخه ۵۸ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د نوموړي په خبره، د ډېزلو او ګاز بیې په نړۍواله کچه لوړېدو چې له امله یې د کابل ښار په بازارونو کې هم لوړې شوې دي.

خوراکي توکي

کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل، ‎نن د تېرو دوو اونیو په پرتله په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۳۱۵۰ څخه ۳۰۵۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده.

د نوموړي په خبره،  د بورې تقاضا کمېدو او وارداتو ډېرېدو له امله یې بیه ټیټه شوې ده.

خو نوموړی وايي، د تېرو دوو اونیو په نسبت نن په عمده ډول د ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړیو بیه له ۱۴۰۰ څخه ۱۴۵۰ افغانیو ته لوړه شوې؛ ځکه چې مالیزیا کې یې هم بیه لوړه شوې ده.

خو نوموړي وویل چې نن هم لکه تېرې دوه اونۍ په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۵۵۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو بیه ۲۶۰۰ افغانۍ، د یو کیلوګرام افریقایي تور چای بیه ۴۰۰ او د یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای بیه ۳۵۰ افغانۍ ده.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۶۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۱۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۵۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د سرو‌زرو بیې

د کابل پر تیمورشاهي واټ د حاجي حامد صالح‌زاده زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې د تېرو دوو اونیو په نسبت نن د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۴۲۰۰ څخه ۴۵۰۰ افغانیو ته او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۳۳۰۰ څخه ۳۴۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.‎

د سرو زرو د پلورونکو په خبره، په کابل ښار کې د سرو زرو د بیې بدلون، په نړۍوالو بازارونو کې د هغه د بیې له بدلون سره تړاو لري.

ډالر او کلدارې

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي محمدحسین وویل چې نن د یوه امریکایي ډالر پېر بیه ۷۲ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۵ افغانۍ بدلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شنبې د ‎یوه امریکايي ډالر د پېر بیه‎ ۷۱ اعشاریه ۱۵ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۲ افغانۍ بدلېدې.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.