کابل (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۳): د ریاستالوزراء اداري مرستیال د اسلامي همکاریو سازمان له یوه پلاوي سره په لیدنه کې ویلي چې افغانستان له دغه سازمان سره د اړیکو لا زیاته پراختیا غواړي.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي تېره ورځ په بشري، کلتوري او ټولنیزو چارو کې د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال او د افغانستان لپاره د یاد سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي ډاکټر طارق علي بخیت او مل پلاوي سره چې د بشري حقونو، اقتصاد، ټولنیزو او ځوانانو چارو مسوولینوهم حضور درلود لیدلي.
خبرپاڼه کې راغلي، په دغه لیدنه کې علي بخیت ګامبیا هېواد کې د اسلامي همکاریو سازمان د راتلونکې پنځلسمې ناستې او د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په اړه حنفي ته معلومات ورکړل او ویې ویل: «موږ له افغانستان سره بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو یوو.»
یاد پلاوي وویل، ټاکل شوې چې د اسلامي همکاریو سازمان د ترکیې هېواد له تیکای او د اذربایجان له انکشافي مؤسسو سره تړونونه لاسلیک کړي چې افغانستان به د دغو مرستو په سر کې ځای ولري او هیله یې څرګنده کړه چې له دې لارې به لا ډېر انکشافي کارونه په افغانستان کې ترسره شي.
د خبرپاڼې په حواله، په دې لیدنه کې د ریاستالوزراء اداري مرستیال وویل، اسلامي امارت د اسلامي همکاریو سازمان ته درناوی لري او د یاد سازمان د مسوولینو د مشورو قدرداني ترڅنګ له افغانستان سره د اړیکو لا ډېره پراختیا غواړي.
نوموړي هیله څرګنده کړه چې دغه سازمان به د افغانستان ستونزې او واقعي تصویر نړۍ ته منعکس کړي.
سرچینه زیاتوي، حنفي د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي ته افغانستان ته د سفر بلنه ورکړه او زیاته یې کړه چې د اسلامي نړۍ درد او رنځ شریک دی او باید اسلامي هېوادونه د دغو ستونزو د حل په موخه ګډې هڅې وکړي.
حنفي وايي، افغانستان له جګړې وتلی هېواد دی، د حکومتولۍ پر لوري ګام اخلي او په بېلابېلو برخو کې د اسلامي همکاریو سازمان مرستو ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت استازي دې په ګامبیا کې د دغه سازمان راتلونکې غونډې ته ور وبلل شي، څو د اسلامي همکاریو سازمان د مسوولینو مشورې واوري او ترڅنګ یې په افغانستان کې موجوده واقعیتونه هغوی ته ورسوي.
د یو بل خبر له مخې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي تېره ورځ د اسلامي همکاریو سازمان له مرستيال او مل پلاوي سره لیدلي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دغه لیدنه کې علي بخيت وويل چې دا ليدنه له افغانستان سره د ياد سازمان د رغنده تعامل د هغې تګلارې برخه ده چې د افغانستان د اسلامي امارت په اړه یې خپله کړې.
نوموړي د اسلامي امارت او د ياد سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د مستقيم تعامل او تفاهم پر اړتيا ټينګار وکړ.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دغه لیدنه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست یاد پلاوي ته د اسلامي امارت په استازيتوب د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او ويې ويل، اسلامي امارت د فلسطين د قضيې په ګډون د اسلامي نړۍ اړوندو ټولو قضاياوو کې له ياد سازمان سره هر ډول مرستې ته چمتو دی.
دغه راز د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست شېخ محمدخالد الحنفي هم د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال او د افغانستان لپاره ځانګړې استازي طارق علي بخیت سره ناسته ترسره کړه.
د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې په افغانستان کې د اسلامي قوانینو ټینګښت، اقتصادي پیاوړتیا، نشهیي توکو پر وړاندې مبارزې، د اسلامي نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو، د ښځو د اسلامي حقونو او نورو موضوعاتو په تړاو خبرې وشوې.
خبرپاڼه کاږي، د یاد وزارت سرپرست د اسلامي همکاریو سازمان له غړو هېوادونو سره اړیکو ته په اشارې وویل، اسلامي امارت له هېوادونو سره په دیني، فرهنګي، سیاسي، اقتصادي او تعلیمي ډګرونو کې د اړیکو پیاوړتیا او د اسلامي مشترکو ګټو د تحقق او ګډو ننګونو ته د حل لارې موندلو لپاره رغنده تعامل ته ځانګری ارزښت ورکوي.
الحنفي د ښځو د حقونو په تړاو وویل، اسلامي امارت د ښځو مشروع حقونو ته ژمن دی او هیڅ چاته به اجازه ورنه کړي چې د ښځو حقوق تر پښو لاندې کړي.
نوموړي همداراز د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: «موږ په تېرو درېیو کلونو کې د زرګونو مېرمنو میراث اخیستی او ورته مو تسلیم کړی دی او دغه راز مو د ښځو په بدو کې د ورکولو ناوړه دود چې ښځې به په بدو کې ورکول کېدې په بشپړ دول له منځه وړی دی.»
د خبرپاڼې په حواله، د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي وویل چې دغه سازمان له اسلامي امارت سره پر مثبت تعامل بارو لري او په بېلابېلو برخو کې له افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.
دغه پلاوي ژمنه وکړه چې نړۍ ته به د اسلامي امارت رښتینی انځور وړاندې کوي او ټول هغه منفي تبلیغات به ردوي چې نړۍ یې د اسلامي امارت پر وړاندې لري.