فیضاباد (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۳): بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې د روان کال په تېره یوه میاشت کې د ترافیکي پېښو له امله د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۲ کسان مړه شوي او ۲۸ نور ټپيان شوي دي.
د بدخشان د پولیسو ویاند احسانالله کامګار پژواک خبري اژانس ته وویل، د روان کال په تېره یوه میاشت کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۰ ترافیکي پېښې شوې دي.
نوموړي وویل چې په یادو پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۲ کسان مړه شوي او ۲۸ نور ټپيان شوي دي.
هغه زیاتوي چې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښو تر ټولو مهم لامل د موټرونو له حد ډېر سرعت او د موټرچلوونکو بېاحتیاطې بلل شوې ده.
نوموړي له موټرچلوونکو غوښتي چې د خپل ځان او سپرلیو ژوند ساتلو لپاره د سفر پر مهال ترافیکي قوانین په جدي ډول مراعات کړي، له دې پرته به له سرغړونکو سره قانوني چلند وشي.
Views: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن