کابل (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۳): علماوو کابل کې د امام ترمذي (رح) له دارالعلوم څخه د ۴۵ کسانو په فراغتغونډه کې د علم پر اهمیت خبرې وکړې، ویې ویل چې علم د اسلامي نظام لپاره «موقوفعلیه» دی او د علم له لارې به افغانستان اباد شي.
د امام ترمذي له دارالعلوم څخه د قرانکریم د حفظ او حدیث له دورې د ۴۵ هلکانو او نجونو د فراغت مراسم نن د کابل په کانټینینټال هوټل کې د سلګونو کسانو په ګډون ترسره شول.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال مولوي زرمحمد حقاني په دغه غونډه کې وویل:«علم د ټول دین لپاره موقوفعلیه دی، موقوفعلیه مطلب دا دی چې اودس ونه کړې یا تیمم ونه کړې نو لمونځ نه کېږي، نو علم د مسلمان لپاره، د اسلامي نظام لپاره موقوفعلیه دی او پرته له علم څخه دین نه شي راتللی، خلاصه یې دا ده، د فضلیت په اړه یې رسول (ص) وایي علما مثال دې ستوري په اسمان کې دي.»
هغه وویل که علما بېلارې شول او خپل علم یې د دین لپاره استعمال نه کړ نو خلک به ګمراهان شي.
د هغه په خبره: «پوه او ناپوه سره نه دي برابر خو د غربیانو په دین کې د مساوات چېغه وه، په جمهوریت کې چې اسلامي جمهوریت ورته ویل کېده، پارلمان د دې لپاره جوړ شوی و چې دوی دې قانون جوړ کړي، د الله (ج) د قوانینو په مقابل کې، دوی شریعت جوړ کړي د الله (ج) د شریعت په مقابل کې، له فتحې نه مخکې چې دلته کوم نظام حاکم و، د دوی اساسي قانون را واخلئ، په ۳۳ مه ماده کې یې راغلي، ښځه ووټونو ته درېدلی شي او ښځه ووټونه ورکولی شي، د دې څه مطلب دی؟ د دوی شعار دا دی چې نر او ښځې سره مساوي دي، متقي او فاسد سره برابر دي، هېڅ فرق په کې نشته دی.»
هغه وویل: «دغه ۳۳ مه ماده له دغو نصوصو سره مقابله ده چې (الرجال قوامون على النساء) سړي به حاکمان وي په ښځو باندې، حاکمیت الله (ج) سړیو ته ورکړی او همدې ته حقوق بشر ویل کېږي، همدې ته حقوق زنان ویل کیږي چې کوم حق قرانکریم او زموږ دین ښځو ته ورکړی دی، دې ته حقوق زنان ویل کېږي او چې کوم حق الله (ج) نرانو ته ورکړی دا د نرانو حق دی.»
د ترمذي دارالعلوم استاد مفتي عبدالله حماد وویل: «الله تعالی په موږ او تاسې یو لوی نعمت کړی چې اول اسلامي امارت راغی او مدارس به د اسلامي امارت په راتلو سره نور هم ګسترش پیدا کړي او په افغانستان کې به علم قوي شي.»
دی وايي، الله تعالی به د دغو علماوو کرامو له لارې ټولې دنیا ته علم ورسوي.
هغه زياتوي: «علم دا یو صفت ده او الله تعالی یې هغه چاته ورکوي چې د دغه منصب لپاره یې قبول کړی وي؛ د هېواد په راس کې چې علما وي نو دغه هېواد به نه خرابېږي، د علم او د دغو علماوو په واسطه به افغانستان اباد شي.»
هغه له خلکو وغوښتل چې د علماوو او اسلامي امارت ترشا ودرېږي.
دغهراز، ديني عالم او د غونډې ګډونوال رفيعالحق وايي: «په دين کې چې يو څوک وړاندې ځي استاد به لري، که څوک بې استاده ولاړ هغه به ګمراه کېږي؛ بغیر له خپلو علماوو نه که ولاړ شو نو ګمراه کېږو به.»
هغه زياتوي: «دا ډېر د شکر ځای دی چې موږ ته يې د دیوبند علما پيدا کړي، هغوی ته الله پاک ډېر علم ورکړی او نمونې يې ګرځولي دي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP