Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان کې تېر کال نږدې ۱۸۰۰ کسان د نري‌رنځ پر ناروغۍ اخته شوي

پلخمري (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۳): د بغلان د عامې روغتیا ریاست وايي، تېر کال په دغه ولایت کې نږدې ۱۸۰۰ کسان د نري‌رنځ پر ناروغۍ اخته شوي او د اووه ښځو په ګډون ۱۱ کسان يې له امله مړه شوي دي.

د بغلان د عامې روغتیا ریاست د نري‌رنځ ناروغۍ د مخنیوي څانګې مسوول، ډاکټرغلام محي‌الدین همایوني له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، دغه ولایت کې تېر کال ۱۷۸۴ کسان د نري‌رنځ «ټوبرکلوز» یا سل پر ناروغۍ اخته شوي چې له نیمايي ډېرې یې ښځې دي.

دی وايي، نری‌رنځ یوه ساري او وژونکې ناروغي ده چې د نارینه‌وو په پرتله ښځې ‌ډېرې پرې اخته کېږي.

هغه زیاتوي، تېر لمریز کال د یادې ناروغۍ له امله دغه ولایت کې د اوو ښځو په ګډون ۱۱ د پاخه عمر لرونکي کسان مړه شوي او په خبره یې چې د پاتې ناروغانو درمنله هم ۹۷ سلنه بشپړه شوې ده.

د روغتیا نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې په افغانستان کې هر کال شاوخوا ۷۶ زره کسان د نري‌رنځ پر ناروغي اخته کېږي چې یوازې ۵۳ زره یې تر درملنې لاندې نیول کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.