جلالاباد- فراه ښار (پژواک، ۳ غويی ۱۴۰۳): ځايي مسوولین وايي چې په ننګرهار او فراه ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه شوي دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د غويي په ۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون مازیګر ناوخته د سرهرود ولسوالۍ اړوند شیخ مصري سيمه کې يو ټېلر موټر يوه ماشومه وهلې دی.
هغه زياته کړه، ماشومه د موټرچلوونکي بېاحتياطۍ له امله د موټر لاندې شوې او ځای پر ځای مړه شوې ده.
د زابلي د معلوماتو له مخې، موټرچلوونکی د امنيتي مسوولينو له لوري نیول شوی دی.
دغه راز د یوه بل خبر له مخې، د فراه امنیې قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نن سهار د دغه ولایت په فراهرود ولسوالۍ د کندهار- هرات پر لویه لار یو لوکسل او ټېلر موټر ټکر کړی دی.
سرچینه وايي چې په یاده پېښه کې یو کس مړ شوی او د ټېلر موټر چلوونکی نیول شوی دی.
Views: 34
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن