ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متقي: سیمه کې وروستیو بدلونونو ته په کتو اړینه ده افغانستان او چین خپلو همکاریو ته په پوره همغږۍ دوام ورکړي

متقي: سیمه کې وروستیو بدلونونو ته په کتو اړینه ده افغانستان او چین خپلو همکاریو ته په پوره همغږۍ دوام ورکړي

author avatar
23 Apr 2024 - 16:06
متقي: سیمه کې وروستیو بدلونونو ته په کتو اړینه ده افغانستان او چین خپلو همکاریو ته په پوره همغږۍ دوام ورکړي
author avatar
23 Apr 2024 - 16:06

کابل (پژواک، ۴ غویی ۱۴۰۳): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د چین له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ایجابوي چې دواړه هېوادونه خپلو همکاریو ته په بشپړه همغږۍ دوام ورکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د یاد وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره وکتل.

بلخي لیکلي، په دې کتنه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سياسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستيو سیمه‌يیزو پرمختګونو خبرې وشوې.

هغه زیاته کړې، په دې ناسته کې متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د اړیکو پر پراختیا خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې برخو کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چین ته د انارو او جلغوزو صادراتو ډېرېدل، د عینک مسو کان،‌ واخان دهلېز او ځینو نورو برخو کې پانګونې او پرمختګونه د اسلامي امارت د یادې پالیسۍ ښکاره بېلګې دي.

دغه راز، په دې لیدنه کې د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه مثبت او باثباته وبلل او زیاته یې کړه، هڅه کوي په اقتصادي برخه کې لا زیات چیني سوداګر او پانګوال وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د چین سفیر ویلي، دوی د واخان په موضوع کې د دوه اړخیزې همکارۍ پر څرنګوالي او امکاناتو غور کوي او هڅه کوي چې له یادې لارې له افغان حکومت سره له نږدې همکاریو ته دوام ورکړي.

سرچینې ویلي، په پای کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وویل، په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ایجابوي چې افغانستان او چین خپلو همکاریو ته په پوره همغږۍ دوام ورکړي څو وتوانېږي چې ګډې ګټې په ښه ډول خوندي کړای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست پرون په کابل کې د ایران له سفیر سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې وې.

Views: 11

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.