ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بریټانیا پارلمان رواندا ته د ناقانونه کډوالو د ایستلو طرحه تصویب کړه

د بریټانیا پارلمان رواندا ته د ناقانونه کډوالو د ایستلو طرحه تصویب کړه

author avatar
23 Apr 2024 - 16:10
د بریټانیا پارلمان رواندا ته د ناقانونه کډوالو د ایستلو طرحه تصویب کړه
author avatar
23 Apr 2024 - 16:10

کابل (پژواک، ۴ غویی ۱۴۰۳): له څو میاشتو بحث وروسته د بریتانیا پارلمان رواندا ته افغان پناه‌غوښتونکو په ګډون د ناقانونه کډوالو د ایستلو طرحه تصویب کړه.

اسوشیتدپرس راپور ورکړی چې د بریټانیا پارلمان پرون (دوشنبه) د دغه هېواد د لومړي وزیر ریشی سوناک پیشنهادي طرحه تصویب کړه چې له مخې به یې هغه ناقانونه کډوال چې په قاچاقي ډول د وړو کښتیو له لارې دغه هېواد ته راغلي، رواندا ته لېږل کېږي.

د یادې طرحې له مخې، د بریټانیا دولت د یوه پنځه کلن پلان له مخې به هغه کډوال چې دغه هېواد ته راځي، رواندا ته ولېږي څو له هغه ځایه یې د پناه‌غوښتنې وړاندیز پرمخ لاړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې ګاردین راپور ورکړی و چې د بریټانیا لومړی وزیر د دغه هېواد د دوو حزبونو (محافظه‌کار او اپوزیسیون) تر فشار لاندې دی څو د ناقانونه کډوالو د اخراج طرحه تایید نه کړي.

یادې طرحې رواندا هېواد د درېیم امن هېواد په توګه اعلان کړی و او بریتانیايي چارواکو ته اجازه ورکوي څو هغه ک‌ډوال چې په ناقانوني توګه دغه هېواد ته راځي، د پناه‌غوښتنې د پروسې له څېړلو پرته رواندا ته ولېږل شي.

ویل شوې چې یاده طرحه د روان کال په جولای میاشت کې پلې کېږي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.