کابل (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۳): د کابل ښار لسمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې یوې نجلۍ د یوې ودانۍ له نهم پوړه ځان راغورځولی خو ژوندۍ پاتې ده او دا مهال په روغتون کې بستر ده.
د سیمې یوه اوسېدونکي چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ مازدیګر مهال یوې پېغلې د زاړه تایمني اتم سړک کې د یوې ودانۍ له نهم پوړه ځان غورځولی دی.
هغه په دې اړه د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې نجلۍ د لاس او پښې برخو کې ټپي شوې او دا مهال په روغتون کې بستر ده.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ هم دغه پېښه تایید کړه.
هغه په دې اړه پژواک ته وویل: «د لسمې حوزې اړوند له یوه اپارتمانه یې ځان رااچولی و، خو الحمدالله بچ شوه، روغتون ته یې یووړه، امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي وو، نو د کورنۍ مشکلات وو، کورنی تاوتریخوالی و.»
ځدراڼ وایي، د یادې نجلۍ یوازې یوه پېښه ماته شوې ده چې له درملنې وروسته به له روغتونه خارج شي.
د پژواک خبریال یادې ودانۍ ته ورغی خو د ودانۍ ساتونکي اجازه ورنه کړه د نجلۍ کورنۍ له غړو سره خبرې وکړي.
Views: 573
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن