Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چین ته ځي

کابل (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۳): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نړۍوالو او سیمه‌ییزو دوه اړخیزو موضوعاتو په اړه د خبرو اترو لپاره چین ته سفر کوي.

د امریکا د بهرینو چارو وزارت یوې خبرپاڼې کې لیکلي، د دغه هېواد د بهرینو چارو وزیر انتوني بلینکن به نن (چهارشنبه) چین ته سفر وکړي.

خبرپاڼه کې راغلي، بلینکن به په شانګهای او بیجینګ کې د چین له لوړوپوړو چاروکو سره د نړۍوالو او سیمه‌ییزو دوه اړخیزو موضوعاتو لکه په منځنۍ اسیا کې بحران، د روسیې او اوکراین جګړې، د جنوبي سیند او د تایوان تنګې دواړو خواوو مسایلو په اړه خبرې وکړي.

د سرچینې په خبره، بلینکن به نومبر میاشت کې په «وودساید» جلسې کې د چین د ولسمشر شی جین پینګ او د امریکا د ولسمشر جوبایډن د مطرح شوو ژمنو لکه نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې مرستې، د دواړو هېوادونو د نظامي ځواکونو اړیکو، مصنوعي ځیرکتیا او د دواړو هېوادونو د خلکو اړیکو پياوړي کولو د عملي کولو لپاره د روانو فعالیتونو په اړه هم خبرې وکړي.

د معلوماتو له مخې، بلینکن به یو ځل بیا د چین ولسي جمهوریت او د امریکا متحده ایالتونو د سیالیو مسوولانه مدیریت، ان په هغو برخو کې چې دواړه هېوادونه یو له بل سره د نظر اختلاف هم لري، پر ارزښت ټینګار وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.