ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۱۷۳۰۰ افغان کډوال راستانه شوي

تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۱۷۳۰۰ افغان کډوال راستانه شوي

author avatar
25 Apr 2024 - 16:39
تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۱۷۳۰۰ افغان کډوال راستانه شوي
ارشیف
author avatar
25 Apr 2024 - 16:39

کابل (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۳): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه شاوخوا ۱۷۳۳۷ افغان کډوال په زور او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه کډوال د تېرې وري میاشتې له ۲۹مې د روانې غویي میاشتې تر پنځمې پورې له پاکستان او ایرانه په زور او یا هم خپله خوښه هېواد ‎ته راستانه شوي دي.

پژواک خبري اژانس دغه شمېرې له تېرو ۷ ورځو راهیسې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر اېکس‌پاڼه د خپرو شوو معلوماتو له مخې را اخیستې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د یادو کډوالو له ډلې ۳۹۴۳ کسان او ۶۶۵ کورنۍ د تورخم او سپن‌بولدک له لارو له پاکستانه په جبري ډول را ایستل شوي دي.

دغه راز په یاده موده کې ۱۳۳۹۴ کسان د هرات د اسلام‌کلا بندر له لارې له ایرانه په خپله خوښه او جبري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې وري میاشتې په ۳۰مه ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي وو چې افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو په ډېر شمېر د کډوالو ستنېدل د دې اړتیا جوړوي چې له دغه هېواد سره دوامداره مرستې وشي.

د راپورونو له مخې، د تېر میلادي کال له اکتوبر راوروسته له پاکستانه شاوخوا ۵۰۰ زره افغانان په زور را وایستل شول او د جبري ایستلو دویمه لړۍ د روان لمریز کال د وري میاشتې په ۲۸مه پیل شوه او ټاکل شوې شاوخوا ۸۰۰ زره افغان کډوال راوباسي.

Views: 24

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.