ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان او ترکمن چارواکو د ټرانسپورټي اړېکو پر پراختیا خبرې کړي

افغان او ترکمن چارواکو د ټرانسپورټي اړېکو پر پراختیا خبرې کړي

author avatar
27 Apr 2024 - 18:49
افغان او ترکمن چارواکو د ټرانسپورټي اړېکو پر پراختیا خبرې کړي
author avatar
27 Apr 2024 - 18:49

کابل (پژواک، ۸ غویي ۱۴۰۳): د افغانستان د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، د ترکمنستان د ټرانسپورټ استازو سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورټي اړېکو پر پراختیا او د افغان موټر چلوونکو وېزو په اړه یې خبرې کړي دي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت د واټ مرستیال ملا عبدالسلام حیدري په مشرۍ د دیو شمېر وزارتونو د استازو په ګډون د افغانستان ــ ترکمنستان د ټرانسپورټ استازو ترمنځ پرلیکه ناسته وشوه.

سرچېنې لیکلي چې په ناسته کې د دواړو هېوادونو تر منځ د ټرانسپورټي اړیکو په پراختیا، د لېږدوونکو وسایط د فعالیت په زیاتوالي  د افغان موټر چلوونکو د وېزو او دلاجورد لارې دهلېز په اړه خبرې وشي.

یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه ناسته کې د یو لړ موضواتو په هکله د تخنیکي کمېټې په ټاکلو او راتلوونکو ناستو پرېکړې وشوې.

Views: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.