Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نیمروز کې د نشه‌یي توکو د تولید یوه کارخونه له منځه یووړل شوه

زرنج (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۳): په نیمروز ولایت کې امنیتي مسوولین د نشه‌یي توکو د تولید یوې کارخونې له کشف او سوځولو خبر ورکړی او وايي چې په دې کارخونه کې ۱۱۱ کیلوګرامه نشه‌یي توکي هم له منځه وړل شوي او یو کس په دغه پېښه کې د لاس لرلو په تور نیول شوی دی.

د نیمروز د دلارام ولسوالۍ د امنیې قوماندان ملا محمدابراهیم حاجي‌هېواد پژواک خبري اژانس ته وویل: «د یو لړ ځانګړو عملیاتو په پایله کې د دلارام ولسوالۍ په دهمزنګ سیمه کې د نشه‌يي توکو د تولید یوه کارخونه د دې ولسوالۍ د کشفي او امنیتي ځواکونو له لوري کشف او وسوځول شوه.»

نوموړي زیاته کړه چې په دغو عملیاتو کې ۸۵ کیلوګرامه ایف، ۳۵ کیلوګرامه پوډر او کارخونه کې ځیني شته مواد او وسایل سوځول شوي دي.

هغه څرګنده کړه چې د دې پېښې په تړاو یو کس له یو میل کلاشینکوف سره ونیول شو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.