کابل (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۳): د نسايي ولادي ډاکټران وايي، د هر زیږون ترمنځ د دوه کاله وقفې په پام کې نه نیولو له امله میندې د کمخونۍ، کمزورتیا، د وینې لوړ فشار او ان د سینې سرطان له ناروغیو سره مخ کېږي.
هغوی په ټینګار سره وايي چې د زیږون پر مهال د میندو د مړینې یو اصلي لامل د زیږونونو ترمنځ د مناسب واټن په پام کې نه نیول دي او هره مور باید د هر زیږون ترمنځ دوه کاله په پام کې ولري.
کابل ښار کې «د مور او ماشوم لپاره د فرانسې طبي انسټیټوټ» کې نسايي ولادې ډاکټر ګلالۍ وردګ پژواک خبري اژانس ته وویل، هره مور باید د خپلو ولادتونو ترمنځ دوه کاله وقفه رعایت کړي؛ ځکه د خپلو اولادونو ترمنځ دوه کاله واټن رامنځته کول او ماشوم ته شیدې ورکول، د مور او ماشوم لپاره ډېرې روغتیايي ګټې لري.
هغې په ټینګار وویل: «پرلهپسې زېږونونه د مور د کمزورتیا او کمخوني لامل کېږي او کله چې بل حمل رامنځته کېږي، مور ته د زېږون خونریزي پیدا کېږي، دغه راز د مور په ګېډه کې چې جنین وي هم سمه وده نه کوي او ان تر دې چې د مخکې له وخته ولادت لامل کېږي.»
هغه په روحي او رواني ناروغیو د میندو اخته کېدو لامل هم پرلهپسې ولادتونه بولي.
ډاکټر ګلالۍ په ټینګار سره وویل چې د زېږونونو ترمنځ واټن مراعاتول پر خطرناکو ناروغیو لکه د سینې پر سرطان او نورو ناروغیو د میندو د اخته کېدو مخه نیسي.
د هغې په خبره، هغه میندې چې عمر یې له ۳۵ کلونو ډېر دی، د زېږون ترمنځ د مناسبې وقفې نه مراعاتولو په صورت کې د وینې لوړ فشار او شکر پر ناروغیو اخته کېږي.
هغې زیاته کړه: «ځینې میندې پر دې باور دي چې له ولادت وروسته ژر حمل نه اخلي، په داسې حال کې چې داسې نه ده، یوه مور له زیږون ۴۰ تر ۴۵ ورځو وروسته بېرته خپل عادي حالت ته راګرځي او کولای شي بیاځلې حمل واخلي، دا چې میندې پر دې فکر دي چې دویمځلي حمل نه اخلي، خو داسې نه ده.»
هغې سپارښتنه وکړه چې میندې باید د ولادتونو ترمنځ د وقفې مراعاتولو لپاره له داسې لارو چارو استفاده وکړي چې په طبابت کې د لنډې او اوږدې مودې لپاره د حمل اخیستو مخینوي لپاره وړاندیز شوې دي.
ډاکټر وردګ د زېږونونو ترمنځ د وقفو اهمیت او مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونو ډېرېدل اړین ګڼي او دې برخې ته د عامې روغتیا وزارت د پاملرنې غوښتنه کوي.
ورته مهال، کابل ښار کې «شفاجو روغتیايي مرکز» کې مسووله او د نسايي او ولادي ناروغیو ډاکټره خوږه بابکرخېل هم د زېږونونو ترمنځ لږ تر لږه پر درې کاله وقفې باندې ټینګار کوي.
هغې وویل: «که یوه مور پرلهپسې ماشومان وزېږوي، د وینې له کموالي او د ویټامینونو او کلسیمو کمښت سره مخ کېږي.»
نوموړې وايي، طبابت کې د وقفو رامنځته کولو لپاره تګلارې شتون لري چې باید ټولې میندې د روغتیايي مرکزونو او ډاکټرانو په سلا له دې تګلارو ګټه واخلي.
داکټر خوږې سپارښتنه وکړه چې یوه مور باید له ۶ ماشومانو ډېر ونه زېږوي؛ ځکه اړینه ده چې د خپلو ماشومانو روزنې، سمې تربیې، خوړو او نورو اړتیاوو ته په سمه توګه رسېدنه وکړي، که د ماشومانو شمېر ډېر وي، هماغومره ورته کمه رسېدنه کېږي.
هغه له وقفې پرته زېږون د زېږون پر مهال د میندو د مړینې یو اصلي لامل ګڼي او زیاتوي، افغانستان کې داسې میندې دي چې پرته له وقفې یې تر دوولسو ماشومان زېږولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو کلونه مخکې د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ویلي وو، هر نیم ساعت وروسته یوه مور د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي او یو عام لامل یې پرته له وقفې زېږونونه ګڼلي وو.
خو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د ۱۴۰۲ لمریز کال د وږي په ۲۹مه د جزییاتو له ورکولو پرته پژواک ته ویلي وو چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې د زېږون پر مهال د میندو د مړینې کچه ټيټه شوې ده.
هغه مور چې د زېږونونو ترمنځ یې وقفه رامنځته کړې
د کابل ښار د دهمزنګ اوسېدونکې سویتا چې درېیم ځل لپاره امیدواره شوې، پرته له وقفې زېږونونه د کورنیو ترمنځ ناسالمه سیالي ګڼي.
هغې زیاته کړه: «د کورنیو ترمنځ د ناسمو دودونو له امله ډېر خلک غواړي چې اولادونه یې ډېر وي، ځینې هغه کورنۍ چې یو زوی لري، غواړي ژر زامن یې جوړه شي او یا غواړي چې لور ولري.»
د نوموړې په باور، یوه کورنۍ د دې لپاره چې د خپلو ماشومانو تعلیم، تربیې او روغتیا ته په سمه توګه رسېدنه وکړای شي، باید کم ماشومان ولري.
سویتا وايي چې د درېیو ماشومانو مور ده او د هرو دوو ماشومانو ترمنځ یې درې کال وقفه په پام کې نیولې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP