پلخمري (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۳): د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، پلخمري ښار کې د ښځو ځانګړي سوداګریز مارکېټ له پرانیستې وروسته، دغه ولایت کې دوه زره نجونو د لاسي صنایعو کارخونو کې کار پیل کړی دی.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی امر مولوي عزتمیر حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، اوسمهال په دغه ولایت کې شاوخوا دوه زره نجونې د جامو ګنډلو، چرمهدوزۍ، غالۍ اوبدلو او خوړو پخولو په ځانګړو کارخونو او هوټلونو کې پر کار بوختې دي.
هغه زیاته کړه، سږ کال د ښځینه لاسي صنایعو په کارخونو کې د نجونو شمېر وروسته له هغه ډېر شو چې ښځینه کارخونو ته د پلخمري ښار په یو مارکېټ کې له نارینهوو جلا خوندي ځای کې د کارکولو اجازه ورکړل شوه.
نوموړي وویل، وروسته له هغه چې پلخمري ښار کې ښځينه سوداګرو ته ځانګړی سوداګریز مارکېټ جوړ شو، دغه ولایت کې ورسره د لاسي صنایعو په کارخونو کې د ښځينه کارکوونکو شمېر هم ډېر شو چې په خبره یې، تر اوسه شاوخوا ۱۰۰ ښځینه سوداګرو ته د کارخونو د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي.
د هغه په خبره، ټولې هغه مېرمنې چې له سوداګرۍ او پانګهونې سره لېوالتیا لري، کولای شي له حکومت سره په همغږۍ او د اسلامي حجاب په مراعت کولو سره کارخونې جوړې کړي او فعالیت وکړي.
ورته مهال بغلان کې د یوې کارخونې مسووله شیرین محمدي وايي، شاوخوا ۲۵۰ نجونې ورسره په پخلي، جامو ګنډلو او نورو برخو کې پر کار بوختې دي.
هغه زیاتوي، د تېرو کلونو په پرتله یې سږ کال، کاروبار ښه دی او ډېر کله د پېرېدونکو غوښتنې هم د کار د ډېروالي له امله پر وخت نشي پوره کولی.
د دې کارخونې یوه کارکوونکې زرمینه وايي، د خپل خاوند له مړینې وروسته اړه شوه چې خپله کار وکړي؛ ځکه یې په دغه کارخونه کې کار کولو ته زړه ښه کړ .
هغه وايي، دلته په کار کولو خوشاله ده او کاروبار یې ښه دی.
نوموړې وویل: «هوټل ته د خوړو لپاره د نجونو راتګ هم ډېر شوی، که حکومت راسره مرسته وکړي او د ښځو کار لپاره دغسې نور ځایونه هم جوړ شي، نورې نجونې هم غواړي کار وکړي.»
دغه راز د خیاطۍ د یوې کارخونې کارکوونکې فروهر وهاب وايي، یو نیم کال کېږي چې په دغه مارکېټ کې کار کوي او زیاتوي، که ملاتړ یې وشي، نورو ته به هم د کار زمینه برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ مزارشریف ښار کې د ښځينه سوداګرو د یوه مارکېټ یو شمېر هټۍ د کاروبار نشتوالي له امله تړل شوې وې او هټۍوالو یې شکایت کړی و چې خپلې کرایې هم نشي پوره کولی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP