Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

راتلونکو دوو ورځو لپاره د ورښتونو، سېلابونو راوتلو او سیندونو کې د اوبو ډېرېدو اټکل شوی‎

کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۳): اړوندو ادارو د راتلونکو دوو ورځو لپاره د بارانونو او واورې ورېدو، سېلابونو راوتلو او د هېواد په ځينو سیندیزو حوزو کې د اوبو کچې ډېرېدو خبر ورکړی دی.

د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې سبا (د غویي ۱۱مه) بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کابل ، لوګر، پکتیکا او خوست کې د واورو، بارانونو او د سېلابونو راوتلو احتمال شته دی.

د سرچینې په خبره، بېلابېلو سیمو کې د باران ورېدو اندازه له ۱۵ تر ۲۵ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

دغه‌راز د اوبو او برېښنا وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د روانې میاشتې په ۱۱مه او ۱۲مه د هېواد په ځینو سیندیزو حوزو کې د اوبو کچې ډېرېدو او سېلابونو راوتلو احتمال شته دی.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د کابل په سیندیزه حوزه کې نسبتاً د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی او د بارانونو او وارو ویلي کېدو له امله د پکتیا، خوست، کابل، لوګر، میدان‌وردګ، پنجشېر، غوربند، کونړ او د لغمان د سیندونو په مسیرونو کې د اوبو ډېرېدو له امله د سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی.

دغه وزارت د یادو سیمو له هېوادوالو غوښتي څو د سېلابونو راوتلو او یا د اوبو ډېرېدو پر مهال دې سیندونو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي، او د لاندې سیمو خلکو ته خبر ورکړي څو له انساني تلفاتو مخنیوی وشي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.