جلالاباد (پژواک، ۱۰ غويی ۱۴۰۳): ننګرهار کې مسوولین ووایي، د دغه ولایت شېرزادو ولسوالۍ کې د غرښویېدنې له امله د یوې کورنۍ دوو غړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر صديقالله قريشي بدلون پژواک خبري اژانس وويل، د دغه ولایت د شېرزادو ولسوالۍ کدېخیلو تنګي سیمه کې د ډېرو ورښتونو له امله غر ښویېدلی دی.
هغه وايي، په دې پېښه کې د يوې کورنۍ يو غړی مړ شوی او يوه ماشومه ټپي شوې ده.
Views: 17
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن