ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې کروندګر: سبزیجات مو ضایع کېږي، حکومت دې سړې خونې راته جوړې کړي

لغمان کې کروندګر: سبزیجات مو ضایع کېږي، حکومت دې سړې خونې راته جوړې کړي

author avatar
30 Apr 2024 - 14:11
لغمان کې کروندګر: سبزیجات مو ضایع کېږي، حکومت دې سړې خونې راته جوړې کړي
author avatar
30 Apr 2024 - 14:11

مهترلام (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۳): لغمان کې یو شمېر کروندګر وایي، د کال څلور فصله بېلابېل ډول سبزیجات کري او د پلازمېنې کابل په ګډون یې د هېواد ډېرو ولایتونو ته صادروي، خو د نرخونو ټیټوالي له امله زیان ویني.

د لغمان د مرکز مهترلام د حیدرخانیو سیمې یوه کروندګر حمیدخان ذالفقار پژواک خبري اژانس ته وویل، هر کال څلور فصله بېلابېل ډول سبزیجات، لکه ګندنه، کچالو، پیاز، نعنا، ګشنیز، شلغم، بانجان، ګازرې، رومیان او نور کري، خو دا چې ډېرو ولایتونو کې سبزیجات یو وخت کې رسېږي او بازار ته وړاندې کېږي، دوی ته یې تر ګټې تاوان ډېر وي.

نوموړي زیاته کړه، دولت دې د سبزیجاتو ساتلو لپاره سړې‌ خونې ورته جوړې کړي؛ ځکه له یوې خوا به یې د خرابېدو مخه ونیول شي او له بلې خوا به له تاوانه خلاص وي او د بازار تقاضا ته په کتو به حاصلات مارکېټ ته وړاندې کوي.

ورته مهال، د کله‌کوټ سیمې یو کروندګر میرزاګل وايي، د سیمې اوبه او هوا یې د هر ډول کښت لپاره مناسبه ده، بېلابېل ډول سبزیجات کري، خو نرخونه یې ټيټ وي، شوی لګښت هم سمه نه شي پوره کولی.

هغه وویل، سیمه یې حاصل‌خیزه ده، خو دولت له کروندګرو سره هیڅ دول مرسته نه ده کړې.

بلخوا، د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالداري ریاست مسوولین د یادو کروندګرو ستونزې مني خو ډاډ ورکوي چې په راتلونکي کې به د یوه منظم پلان له مخې له ټولو کروندګرو سره د دولت او موسسو له لوري په بېلابېلو برخو کې مرستې وشي.

د یاد ریاست د کرنیزو چارو امر انجینر بریالي همدرد پژواک ته وویل، له کروندګرو سره مرستې کوي، خو له ټولو سره پر یو وخت مرسته ناشونې ده.

د هغه په خبره، په نږدې ورځو کې به په مهترلام ښار کې د هغو سړو خونو پرانیسته وکړي چې د کرنې وزارت له خوا بیارغول شوې دي.

Views: 26

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.