Pajhwok Afghan News

مولوي عبدالکبیر: ولسونه باید د «فتنه‌ګرو» پر وړاندې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي

کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال د ننګرهار د مومندو له یو شمېر قومي مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، ا.ا هېڅکله د حق په مقابل کې د قوم، ژبې او سمت طرفداري نه کوي او ټولو افغانانو ته د هغوی د خپلو حقونو د ورکړې پلوی دی.

د ریاست‌الوزرا سیاسي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن سپېدار ماڼۍ کې د ننګرهار ولایت د مومندو له یو شمېر قومي مشرانو، علماوو او ځوانانو سره لیدلي.

خبرپاڼه کې راغلي چې دغه لیدنه کې راغلو قومي مشرانو وویل، اسلامي نظام د هر افغان غوښتنه وه، نن په هېواد کې اسلامي نظام حاکم دی او دغه نظام چې ولسونو ته کوم حقونه ورکوي او غږ یې اوري، هیڅ نظام نه وو ورکړي او نه و اورېدلی.

یادو قومي مشرانو د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

سرچینه وایي، هغوی په خپلو سیمو کې د مدرسو او ښوونځيو د ودانیو، د روغتیايي مرکزونو، استنادي دېوالونو د جوړولو او د نیمګړو پروژو بشپړېدلو غوښتنه وکړه.

خبرپاڼه کاږي، دغه لیدنه کې د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال وویل چې اسلامي نظام د ټولو افغانانو په شریکه قربانۍ راغلی او د ولسونو شریک نظام دی.

هغه وايي، اسلامي امارت هېڅکله د حق په مقابل کې د قوم، ژبې او سمت طرفداري نه کوي او ټولو افغانانو ته د خپلو حقوقو د تامین طرفدار دی.

نوموړي زیاته کړه: «افغان ولسونه لکه څرنګه چې په تېر شل کلن جهاد کې د اشغالګرو پر وړاندې ولاړ و، نن باید د فتنه‌ګرو پر وړاندې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي او د نظام د مخالفینو لپاره د فعالیت اجازه ورنه کړي.»

مولوي عبدالکبیر ډاډ ورکړ چې د مومندو د ولسونو د ستونزو حل لپاره به اړونده ادارو ته لازمې لارښوونې وکړي.

Views: 19

Exit mobile version