کابل (پژواک، ۱۱ غويی ۱۴۰۳): کورنيو چارو وزارت وايي، د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند «کلوله پشته» سیمه کې يې د عملیاتو پر مهال دوه کسان د (زیکپ) په نوم له څه باندې ۱۸۷ زره نشهلرونکو ګولیو سره نیولي دي.
کورنيو چارو وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د کابل ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند «کلوله پشته» سيمه کې یې د عملیاتو پر مهال په ۸۳ کارتنونو کې ځای پر ځای شوې د زیکپ په نوم ۱۷۸ زره نشهلرونکې ګولۍ نیولې دي.
سرچينې يوه ويډيو هم خپره کړې چې د یاد وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې معینیت د ځانګړې عملیاتي قطعې قوماندان مولوی عبدالحق عبدالله پهکې وایي: «موږ يو لړ ځانګړي عملیات د کابل ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې ترسره کړل؛ د دې عملیاتو په ترڅ کې ۱۸۷ زره او۱۸۰ پاکټه زیکپ ګولۍ ونیول شوې او په تړاو مو دوه کسان هم ونیول.»
په ویډيو کې ویل شوي چې یاد عملیات یې له وړاندې د یو نیول شوي کس په همکارۍ ترسره کړي دي.
کورنيو چارو وزارت د دې عملیاتو کره نېټه نه ده په ډاګه کړې.
زیکپ یو ډول نشه لرونکي کپسول دي چې حکومت یې پېر، پلور او استعمال په کلکه منع کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP