ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د قوش‌تېپې په نوم د کرکټ ملي شل اووریزه جام سیالۍ سبا په کابل کې پیلېږي

د قوش‌تېپې په نوم د کرکټ ملي شل اووریزه جام سیالۍ سبا په کابل کې پیلېږي

author avatar
30 Apr 2024 - 17:39
د قوش‌تېپې په نوم د کرکټ ملي شل اووریزه جام سیالۍ سبا په کابل کې پیلېږي
author avatar
30 Apr 2024 - 17:39

کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۳): ټاکل شوې چې سبا د قوش‌تېپې ملي شل اووریزه جام په نوم سیالۍ په کابل کې پیل شي.

د قوش‌تېپې شل اووریزه جام سیالیو کې د هېواد له زونونو څخه پنځه لوبډلې برخه لري او ټاکل شوې چې سبا به دغه سیالۍ کابل کې پیل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ نن د یادو سیالیو جام په یوه رسنیزه غونډه کې نندارې ته وړاندې کړ چې په کې د پنځو لوبډلو، لوبډلمشرانو هم خبرې وکړې او دغو سیالیو ته یې چمتووالی وښود.

په یاد غونډه کې د بند امیر لوبډلې لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي دغو لوبو ته د چمتووالي ترڅنګ وویل، دغه سیالۍ د نوو ځوانانو لپاره یو ښه فرصت دی او باید ګټه ترې پورته کړي.

نوموړي وویل، په دغو سیالیو کې به د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي خپلې تجربې له نوو ځوانو لوبغاړو سره شریکې کړي او دا د دوی لپاره ډېرې مهمې سیالۍ دي.

هغه د پژواک خبرې اژانس د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، په دغو سیالیو کې د هېواد د الف لوبډلې او هغه لوبغاړي چې د هند په سوداګریز لیګ کې اوس لوبېږي نه شتون به یې په دې لوبو کوم منفي اغېز ونه کړي او لا به هغو لوبغاړو ته د لوبېدو چانس برابر شي چې مخکې ورته نه دی ورکړل شوی.

همدارنګه په دې غونډه کې د بوسټ لوبډلې لوبډلمشر نجیب‌الله ځدراڼ وویل، د دوی لوبډله هم یادو سیالیو ته پوره چمتووالی لري او ښې لوبې به ترسره کړي.

نوموړی وایي، په هره لوبډله کې پنځه او یا شپږ د ملي لوبډلې لوبغاړي شتون لري او دوی به خپلې تجربې له نوو ځوانانو سره شریکې کړي.

هغه زیاته کړه، دغه لوبې د هغو لوبغاړو لپاره هم ډېرې مهمې دي چې په راتلونکي شل اووریزه نړۍوال جام کې به د افغانستان په ملي لوبډله کې ولوبېږي.

نوموړي هم د پژواک د یوې پوښتې په ځواب کې وویل، دا چې شل اووریزه نړۍوال جام په ویسټینډیز کې ترسره کېږي د هغه ځای او کابل ویشتنځای کې دومره توپیر نه شته او سره ورته دي.

دغه راز په دې غونډه کې د مس عینک لوبډلې لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ، د سپین غر لوبډلې لوبډلمشره سمیع‌الله شینواري او د امو لوبډلې لوبډلمشر شرف‌الدین اشرف هم یادو سیالیو ته د خپلو لوبډلو پر چمتوالي ټینګار وکړ او یادې لوبې یې د ټولو لوبغاړو لپاره یو ښه فرصت وباله.

د یادونې ده چې دغه سیالۍ به سبا د مې په لومړۍ پیل شي او د همدې میاشتې تر ۱۳مې پورې به دوام ولري.

Views: 24

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.