Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ناپېژانده وسله‌والو د کندهار سپين‌بولدک کې یو کس په ډزو وژلی

کندهار (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۳): د کندهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت سپین‌بولدک ولسوالۍ بازار کې یو کس د ناپېژانده وسله‌والو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

د کندهار امنیې قومانداني ویاند ملا اسدالله جمشید پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ ناپېژانده وسله‌والو د سپین‌بولدک ولسوالۍ بازار پوپل مارکېټ ته نږدې د عطاء‌محمد په نوم یو کس په ډزو وژلی او بیا تښتېدلي دي.

هغه وویل، تر اوسه د پېښې انګېزه نه ده‌ معلومه خو زیاتوي چې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

پژواک هڅه وکړه چې د وژل شوي کس له کورنۍ سره د پېښې د لامل په اړه خبرې وکړي، خو بریالی نه شو.

د یادونې ده، له دې مخکې هم په یاده ولسوالي کې دغه ډول پېښې شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.