کابل (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۲): د ماشومانو ژغورنې سازمان اعلان کړی چې د ۴۰۰ ماشومانو په ګډون د ۶۷۵ زره هغو کسانو درملنې پهموخه چې پر خطرناکو خو د مخنیوي وړ ناروغیو اخته دي، ۹۲ ټنه درمل افغانستان ته استولي دي.
د ماشومانو ژغورنې سازمان (Save the Children) پرون (سهشنبه) په یوه راپور کې لیکلي، د مرستې یاده کڅوړه یې د یوه کال لپاره نږدې ۴۰۰ زره هغو ماشومانو لپاره رالېږلې چې له ماشومتوب څخه په ځینو ناروغیو لکه د تنفسي سیسټم عفونت، شدید نسناستی او د پوستکي پر ناروغیو اخته دي.
یاد سازمان څرګنده کړې، په تېرو درېیو میاشتو کې یې د هېواد په اتو ولایتونو کې ګرځنده ټیمونو د نږدې ۶۹ زره هغو ماشومانو درملنه کړې چې عمر یې له پنځو کلونو کم و او په تنفسي ناروغیو اخته وو.
د یاد بنسټ په وینا، دغه ۹۲ ټنه درمل به د ماشومانو ژغورنې سازمان هغو ۵۸ ګرځنډ او ثابتو کلینیکونو ته ووېشل شي چې په لرې پرتو سیمو کې موقعیت لري او له روغتونونو او کلینیکونو څخه له ۱۵ تر ۹۵ کیلومترو پورې واټن لري.
افغانستان کې د ماشومانو ژغورنې سازمان رییس ارشد مالک ویلي: «دغه هېواد کې ډېری ماشومانو د مخنیوي وړ ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. د یادو درملو واردېدل په دې مانا دی چې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې به د څه باندې ۴۰۰ زره ماشومانو درملنه وشي.»
سرچینې زیاته کړې، د یادو درملو ارزښت ۵۹۰ زره امریکایي ډالر دی چې د هالنډ مرستندویه ټولنې، د اروپايي ټولنې بشردوستانه مرستو، د المان بهرنیو چارو وزارت او نورو مرستندویانو له خوا ورکړل شوي دي.
د ماشومانو ژغورنې سازمان د دغو مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه، افغانستان کې لا ډېرې بودجې ته اړتیا لري څو ډاډ ترلاسه کړي چې د هېواد محرومو سیمو ماشومان یو ښه راتلونکی ولري.
مخکې له دې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم اعلان کړی و چې اروپایي ټولنې افغانستان کې له خواځواکۍ سره مبارزې او د اوبو او فاضلابو خدمتونو ښه کولو په موخه ۱۵ میلیون یورو ځانګړي کړي دي.
د یادونې ده، د ماشومانو ژغورنې سازمان له ۱۹۷۶ کال راهیسې ټول افغانستان کې د ماشومانو د حقونو ملاتړ کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP