ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې د څلورو پروژو چارې بشپړې شوې

کابل ښار کې د څلورو پروژو چارې بشپړې شوې

author avatar
2 May 2024 - 12:30
کابل ښار کې د څلورو پروژو چارې بشپړې شوې
author avatar
2 May 2024 - 12:30

کابل (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۳): کابل ښاروالي وايي چې د دغه ښار د پنځمې ناحیې اړوند په بېلابېلو سیمو کې د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د کوڅو پخولو د څلورو پروژو چارې بشپړې شوې دي.

دغه پروژې د پنځمې ناحیې د ۱۹، ۲۰، ۲۱ او ۲۵م ګذرونو اړوند په قلعه‌واحد، د وردګ بابا جومات شاته، سرای‌هراتي او غازي‌محمد جان‌خان ښارګوټي سیمو کې پلې شوې دي.

کابل ښاروالۍ نن پرخپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه پروژې له ښاري اسانتیاوو د بې‌برخې سیمو اوسېدونکو ته د کاري بوختیاوو او اسانتیاوو برابرولو په موخه د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر په مرسته طرحه او پلې شوې دي.

کابل ښاروالۍ د سیمې له اوسېدونکو غوښتي چې د نوو جوړو شوو کوڅو ساتنې ته پاملرنه وکړي څو له ژر ویجاړېدو یې مخنیوی وشي.

سرچینې زیاته کړې، په ۱۹م ګذر کې کوڅې ۱۷۶۲ متره په اوږدوالي او له درې تر څلور متره سور په درلودو، په ۲۰م ګذر کې پخې شوې کوڅې ۱۳۸۵ متره اوږدوالی او له څلور تر ۵،۳ مترو پورې سور لري، په ۲۱م ګذر کې بیا ۱۵۳۵ متره اوږدوالی او ۵،۲ تر ۵،۴ متره سور لري او په ۲۵م ګذر کې کوڅې ۱۵۰۰ متره اوږدوالی او له درې تر څلورمتره پورې سور لري.

سرچینه زیاتوي، دغه څلور پروژې د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د شپږو میاشتو په موده کې په بنسټیز ډول بشپړې شوې دي.

د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، یادو پروژو کې ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

Views: 54

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.