کابل (پژواک، ۱۳ غويی ۱۴۰۳): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د ایران د سیستان او بلوچستان له والي او د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي سره د دواړو هېوادو په سرحد کې د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا او له چابهار بندر څخه د ترانزیټ پیاوړتیا په اړه خبرې اترې وکړې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د دغه وزارت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي او مل پلاوي د دواړو هېوادو په سرحد کې د ایران د سیستان او بلوچستان والي او د دغه هېواد د ولسمشر له ځانګړي استازي سردارمحمد کرمي سره ولیدل.
سرچینې لیکلي، په یاده لیدنه کې چې د نیمروز ځینو سوداګرو او د بېلابېلو ادارو مسوولینو هم پهکې شتون درلود، د دواړو هېوادونو ترمنځ د چابهار بندر له لارې د ترانزیټ پیاوړتیا او د سوداګرۍ پراختیا په اړه هراړخیزې خبرې وشوې.
خبرپاڼه کې راغلي، د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر وړاندې د ځینو ستونزو او ننګونو د یادولو ترڅنګ د هغو پر حل ټینګار وکړ.
سرچینې زیاته کړې، عزیزي د ترانزیټ پياوړتیا لپاره د اړینو امکاناتو، د بیو ټیټوالي، چابهار کې د ټاکل شوې ځمکې د برخو نهايي کولو، له چابهاره د ترانزیټي مالونو لپاره د ځانګړي او امتیازي مسیر ټاکلو او برعکس، د افغانستان خصوصي سکټور لپاره د چابهار بندر له لارې د ترانزیټ امتیازي کڅوړې په اړه د خبر او معلوماتو ورکولو سیمینارونو ترسره کولو، پر چابهار- میلک لاره د اوسپنې پتلۍ اسانتیاوو برابرولو، له چابهار مسیره د ترانزیټي قرنطین د محدودیتونو لرې کولو، د تېلو د تفاوت امتیازونو او ترانزیټي تمځایونو په اړه یادونه وکړه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت لیکلي، کرمي له چابهار بندره د سوداګرۍ پراختیا او د ترانزیټ پیاوړتیا پر وړاندې د یادو ستونزو د حل په موخه اړوندو مسوولینو ته اړینې لارښوونې کړې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په پای کې دواړو لورو هوکړه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا او له چابهار بندره د ترانزیټ پیاوړتیا پهموخه دې د ولایت په کچه تخنیکي ګډه کمېټه جوړه او موضوعات دې د مرکزي کمیټې له لورې وڅارل شي.
Views: 17
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن