ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اوتونبایوا: افغانستان کې به د زده‌کړو ۷۰ زره سیمه‌ییز ټولګي پرانیستل شي

اوتونبایوا: افغانستان کې به د زده‌کړو ۷۰ زره سیمه‌ییز ټولګي پرانیستل شي

author avatar
2 May 2024 - 18:08
اوتونبایوا: افغانستان کې به د زده‌کړو ۷۰ زره سیمه‌ییز ټولګي پرانیستل شي
author avatar
2 May 2024 - 18:08

پل‌علم (پژواک، ۱۳ غويی ۱۴۰۳): افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) مشرې لوګر ولایت ته د سفر په ترڅ کې ویلي چې په افغانستان کې به د زده‌کړو ۷۰ زره سیمه‌ییز ټولګي پرانيستل شي.

د لوګر ولایت له مقامه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا له ولایتي چارواکو سره په لیدنه کې د روغتیا، پوهنې او چاپېریال‌ساتنې وضعیت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، هڅه کوي د روغتیا، پوهنې او بشري مرستو برخو کې افغانانو ته اسانتیاوې رامنځته کړي.

بلخوا د لوګر والي مولوي ضیاالرحمن مدني ویلي، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره سم ټولو حکومتي ادارو هڅه کړې خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

نوموړي د یوناما له مشرې وغوښتل چې له نړۍوالو سره د افغانستان رښتینی انځور شریک کړي او د نړۍ روانه بې‌انصافي چې ا.ا په رسمیت نه پېژنې، پای ته ورسوي.

هغه دغه راز زیاته کړې، په افغانستان کې د وروستیو څلورو لسیزو جنګ جګړو له امله لوی زیان عامو خلکو ته اوښتی او نړۍوالو ته په کار ده چې هر اړخیز ملاتړ یې وکړي.

Views: 28

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.